خوست کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ پراختیايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د خوست ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، په ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یاد ریاست په خبره، په دغو پروژو کې د اوبو لګولو کانالونو، سربندونو، کاریزونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
د پروژو د پلي کېدو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او له بشپړېدو سره یې د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر ستونزې هوارې شوې دي.



