ولسمشر اردوغان: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییزې سولې هڅې تخریبوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” اسراییل تورن کړی، چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره روانې هڅې تخریبوي.

اردوغان ویلي، چې د اسراییلو «افراطي ذهنیت» په سیمه کې د سولې او ثبات په موخه هر هغه ګام چې اخیستل کېږي، د ځان لپاره ګواښ ګڼي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمه‌ییزو کړکېچونو د پای ته رسولو او د سولې د ټینګښت لپاره باید د جګړو او تاوتریخوالي پر ځای سیاسي او دیپلوماتیکو لارو چارو ته زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button