کابل او کندهار کې د ولادي فسټول ناروغۍ د درملنې وړیا خدمتونه وړاندې کېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اسلامي پراختیايي بانک په ګډون د یو شمېر بنسټونو په همکارۍ په کابل او کندهار کې پر ولادي فسټول ناروغۍ د اخته ښځو لپاره وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
دغه سازمان وایي، یاد خدمتونه د کابل په رابعه بلخي ملي روغتون او د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې وړاندې کېږي، چې ناروغې ښځې کولی شي د فسټول د درملنې لپاره له دغو مرکزونو څخه استفاده وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په یادو روغتیايي مرکزونو کې د فسټول د درملنې ترڅنګ ناروغو ښځو ته رواني ملاتړ هم ورکول کېږي.



