قالیباف: که ایرانۍ شتمنۍ په نښه شي د امریکا د تېلو پر شتمنیو به برید وکړو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي شورا رئیس “محمدباقر قالیباف” د امریکا د جګړې وزیر “پیټ هګسټ” وروستیو ګواښونو ته په غبرګون کې ویلي، که د ایران پر شتمنیو برید وشي، د امریکا د تېلو او ګازو اړوند شتمنۍ او تأسیسات به هم تر برید لاندې راشي.
د ایران د پارلمان رئیس ټینګار کړی: «که زموږ پر شتمنیو برید وکړئ، تاسو به هم تر برید لاندې راشئ.»
قالیباف ویلي، ایران پخوا هم خپله پوځي وړتیا ثابته کړې او د امریکا هغو پوځي اډو ته یې اشاره کړې چې د هغه په وینا، اوس غیرعملیاتي شوې دي.



