کاپیسا کې د ۱۰.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۳ شبکو جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کاپیسا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په جلدک علیا، دوکان‌های ملا او غلام‌خیلو کلیو کې د څه باندې ۱۰.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د ریاست په وینا، په دغو پروژو کې د دوو څاګانو کیندل، د ۱۵ او ۲۰ متر مکعب ظرفیت لرونکو درېیو اوبو ذخیرو جوړول، د ۹۳۳۷ مترو پایپ غځول، د ۵۷ سولري تختو او ۲۹۹ شیردهنونو نصب شامل دي.

د پروژو په بشپړېدو سره به د یادو کلیو سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او لسګونو کارګرانو ته به د کار زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button