تخار کې د ۶۸۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ کیلومتره سړک قیر اچونه پیل شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، په تخار ولایت کې د خواجه غار ـ دشت‌قلعه د ۱۷ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې پیل شوې دي.

د نوموړي په وینا، د دې پروژې قرارداد له خصوصي سکټور سره د څه باندې ۶۸۵ میلیونه افغانیو په ارزښت شوی دی.

حق‌شناس زیاتوي، په دې پروژه کې د ۱۴ پلګوټو جوړول او د اوبو د ویستلو لپاره د ۶۱۵۰ مترو په اوږدوالي د کانکریټي ویالو جوړول هم شامل دي. د ټولګټو وزارت په وینا، د سړک په بشپړېدو سره به د تخار له مرکز سره د خواجه غار او دشت‌قلعې ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ او د کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button