ذبيح الله مجاهد: په ۱۴۴۷ کال کې د هېواد په کچه سلګونه پراختیايي او زیربنايي پروژې پلې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د سړکونو، رېل‌پټلیو، اوبو، برېښنا، ښاري او کلیوالي پراختیا او نورو برخو کې سلګونه پراختیايي او زیربنايي پروژې بشپړې شوي او د سلګونو نورو پروژو چارې روانې دي.

نوموړی زياتوي، د ټولګټو وزارت ۲۶۲ پروژې په کاري پلان کې شاملې کړې وې چې ۹۱ یې بشپړې او د ۱۷۱ نورو چارې روانې دي؛ همدارنګه ۳۹۲ کیلومتره سړکونه قیر شوي او د زرګونو کیلومترو سړکونو سروې، امکان‌سنجي او ډیزاین بشپړ شوی دی.

د ښاغلي مجاهد د معلوماتو له مخې، د اوبو او انرژۍ په برخه کې هم په کابل او زابل کې دوه لوی بندونه او په فراه کې د اوبو د انحرافي تونل پروژه بشپړه شوې، ۴۵ د چکډمونو پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د کورنیو سرچینو څخه د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید لپاره هوکړه‌لیک لاسلیک شوی دی.

د کلیو د پراختیا وزارت هم د څه باندې ۱.۲ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۹۰ د اوبو رسولو شبکې بشپړې کړې چې نږدې ۵۹۰ زره کسانو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي.

مجاهد ويلي، د ښار جوړونې او ښاري خدمتونو په برخه کې کابل ښاروالۍ ۱۲۱ کیلومتره سړکونه جوړ یا ترمیم کړي او زرګونه متره کانالونه یې جوړ او ترمیم کړي دي.

همدارنګه د مجاهد په وينا، راستنېدونکو افغانانو ته په بېلابېلو ولایتونو کې له ۴۷ زرو ډېرې د استوګنې نمرې وېشل شوې او د پراختیايي پروژو د پلي کېدو له لارې د زرګونو کسانو لپاره د مستقیمو او غیرمستقیمو کاري فرصتونو د برابرېدو خبر ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button