وال سټریټ ژورنال: د یمن بریدونو کي د جیزان تصفیهخونه له فعالیته لوېدلې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
«وال سټریټ ژورنال» ورځپاڼې د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د یمني ځواکونو په بریدونو کې د سعودي عربستان د ابها ښار د تېلو د زېرمه کولو تاسیسات په نښه شوي او د جیزان د تېلو تصفیهخونه له فعالیته لوېدلې ده.
د راپور له مخې، عیني شاهدانو ویلي چې د جیزان د تېلو تصفیهخونې اور له ښاره هم لیدل کېده.
وال سټریټ ژورنال د خپلو سرچینو له قوله زیاته کړې، چې له یمنه ترسره شویو بریدونو د خمیس مشیط هوايي اډه هم په نښه کړې، خو د اوښتو زیانونو کچه لا تر اوسه روښانه نه ده.
د سرچینو په وینا، د سعودي «ارامکو» د تېلو تاسیسات په جیزان کې د دوشنبې په ورځ هم د برید هدف ګرځېدلي وو او ارامکو لا د پخواني برید د زیانونو ارزونه نه وه بشپړه کړې چې نوی برید ترسره شو.



