ایراني ځواکونو هرمز تنګي ته نږدې د امریکا پرمختللی اوبتل نیولی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک «سپاه پاسداران» ویلي، چې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې هرمز تنګي ته نږدې د امریکا یو پرمختللی اوبتل نیولی دی.
سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امریکا پوځ دغه اوبتل په ۲۰۲۵م کال کې ځای پر ځای کړی و او اوس د ایراني ځواکونو لاس ته لوېدلی دی.
د سپاه په وینا، د نیول شوي امریکايي اوبتل نور عکسونه او جزییات به هم ژر له رسنیو سره شریک شي.
تر اوسه امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.



