د ننګرهار د تالک کان د استخراج تړون د ۴.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ د شینواري سیمې د تالک کان د درېیم بلاک د استخراج تړون د ۴.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت له «عمرفاروق د تالک پروسس شرکت» سره لاسلیک شو. دغه بلاک ۶.۷۵۹۶۶ کیلومتره مربع مساحت لري.

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري وايي، د تړون له مخې به قراردادي شرکت د استخراج شوي هر ټن تالک په بدل کې ۱۳۲۰ افغانۍ رویالټي ورکوي او د سیمې خلکو ته به د کار زمینه او ټولنیز خدمات هم برابر کړي.

د شرکت مسوولینو ژمنه کړې چې د کان استخراج او پروسس به د کان‌کېندنې له اصولو او اړوندو قوانینو سره سم ترسره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button