بلخي: له امریکا پاتې پوځي تجهیزات د افغانستان شتمني ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د بهرنیو چارو وزارت ویاند “عبدالقهار بلخي” له «سيبياېس نیوز» سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان کې د امریکا پاتې شوي پوځي تجهیزات اوس د افغانستان د دولت اړوند دي او اسلامي امارت د هېواد پر شتمنیو معامله نه کوي.
بلخي د امریکا د ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د هغو غوښتنو په غبرګون کې، چې د پاتې پوځي تجهیزاتو د بېرته سپارلو غوښتنه یې کړې، ویلي چې دغه تجهیزات د افغانستان د دولت شتمني ده او پر دولتي شتمنیو معامله او راکړه ورکړه نه کېږي.
نوموړي زیاته کړې، که څه هم دغه تجهیزات د امریکايي مالیه ورکوونکو په پیسو اخیستل شوي وو، خو امریکا د افغانستان د جګړې پر مهال ډېر افغانان وژلي او د هېواد پراخه برخه یې ویجاړه کړې ده.
بلخي ویلي، امریکا باید له هر څه وړاندې د افغانستان د خلکو د ځاني او مالي زیانونو او د هېواد د ویجاړۍ بیه ورکړي.



