کابل کې د خاتم‌النبیین مرکز د تخلیې پر مهال د وسلو او مهماتو ډیپو موندل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)

د معلوماتو له مخې، په کابل کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د اړوندو څلورو ادارو، د درېیمې او شپږمې استخباراتي او پولیسو حوزو په همغږۍ د خاتم‌النبیین مرکز د تخلیې پر مهال د وسلو او مهماتو یوه ډیپو موندلې ده.

د مدرسې د محافظینو مسوول عبدالرزاق ویلي، له دوی سره نهه میله وسله موجوده وه چې د شپږمې پولیسې حوزې اړوند اسناد یې هم وړاندې کړي او وسلې یې کمېسیون ته سپارلې دي. خو د بلاکونو د سپارلو او محافظینو د رخصتولو پر مهال یوه بله زیرمه هم موندل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په دې زیرمه کې درې قبضې راکټ، دوه پیکاوې، ۲۰ میله کلاشینکوف، ۲۲ ډک او ۲۱ تش شاجورونه، ۵۳ د راکټ مرمۍ، ۲۲۵۰ د پیکا مرمۍ، ۴۷ پټاقي، ۱۰ د پیکا مرمیو بکسې او ۱۰ مخابرې شاملې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button