د سعودي بهرنیو چارو وزیر: یمن سره تعامل ته چمتو یو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د یمن حوثي حکومت سره د تعامل او د روان وضعیت د حل لپاره د دیپلوماسۍ لاره پرانیستې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې د شته ستونزو د حل او د سیمې د ثبات لپاره سیاسي او دیپلوماتیکې لارې مهمې دي.
د سعودي بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې یمني ځواکونو تېره شپه د سعودي عربستان په څلورو ښارونو کې د انرژۍ مهم تأسیسات په نښه کړل او د یمن بېلا بېلو سیمو کې د سعودي له ملاتړ څخه د برخمنو مليشو او یمني ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې لا هم روانې دي، چې د وروستیو راپورونو له مخې یمني ځواکونو ډیری سیمو کې وسله وال مخالفین ځپلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button