بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان طبي محصلینو د ایستلو پرېکړه وغندله

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان د طبي او غاښونو شورا هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې په دغه هېواد کې له افغان طبي محصلینو غوښتل شوي چې افغانستان ته ستانه شي. سازمان دغه پرېکړه «تبعیضي او خپلسري» بللې ده.
د سازمان په وینا، د دې پرېکړې اغېزې پر ښځینه محصلینو لا ډېرې سختې دي؛ ځکه ډېری افغان نجونې په افغانستان کې له لوړو زدهکړو بېبرخې دي. دغه سازمان وايي، ډېرو افغان محصلینو کلونه د طب زدهکړو ته ځانګړي کړي او اوس د خپلو زدهکړو د ناڅاپي درېدلو له ګواښ سره مخ دي.
بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې د زدهکړې حق رعایت کړي او افغان محصلینو، په ځانګړې توګه ښځینه محصلینو، ته اجازه ورکړي چې خپلې طبي زدهکړې بشپړې کړي.



