ایراني ځواکونو اردن کي د امریکا پر دوه اډو توغندیز بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)

ایراني ځواکونو په اردن کې د «موفق السلطي» او «الأمیر حسن» پر پوځي اډو توغندیز بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ د روان پوځي کړکېچ په ترڅ کې ترسره شوي او د امریکا اړوند پوځي هدفونه یې په نښه کړي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې ایران د امریکا له لوري د پنځو ایراني تېل‌وړونکو بېړیو تر ویجاړېدو وروسته، په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډې د بالستیک توغندیو برید کړی دی. د اردن پوځ ویلي چې له ایران څخه د توغول شویو ۲۰ توغندیو څخه یې ۱۸ شنډ کړي، خو دوه نور په بې‌نفوسه سیمو کې لګېدلي او د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

ایراني چارواکو بریدونو کې د پراخو ځاني او مالي زیانونو ادعا کړې، خو د امریکا او اردن له لوري د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي

دغه برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ یو ځل بیا سخت شوی او سیمه کې د جګړې د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button