ایران د امریکا د دوه پوځي بېړیو په ګډون ۱۲ سرغړونکې بېړۍ او ۸ ټانکرونه ویشتلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواکونه وایي، د امریکا دوه پوځي بېړۍ، اته د تېلو ټانکرونه او لس نورې «سرغړوونکې بېړۍ» یې په نښه کړې دي.
د سپاه پاسداران په وینا، یادو بېړیو هڅه کوله چې له یوې منع شوې او ناامنې سمندري سیمې تېرې شي، خو ایراني ځواکونو یې د تېرېدو مخه نیولې او هدف یې ګرځولې دي.
بل لور ته، امریکايي پوځ وایي چې د ایران د بالستیک توغندیو له برید وروسته یې د ایران پنځه د خامو تېلو وړونکې بېړۍ له منځه وړې دي.
د دواړو لورو ترمنځ دغه تازه سمندري نښتې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ ورځ تر بلې پراخېږي.



