عراقچي: امریکا جګړه کې تر ماتې وروسته بندیزونو لګولو سیاست کې هم ناکامه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” وايي، امریکا جګړه کې تر ماتې وروسته، پر ایران د نویو بندیزونو لګولو کې هم پاتې راغلې ده.
عراقچي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې امریکا له ۴۷ کلونو بندیزونو وروسته، د اسرائیلو په استازیتوب له ایران سره جګړه پیل کړه.
د نوموړي په وینا، امریکا د ایران پر وړاندې د پوځي فشار او جګړې له لارې هم خپلو موخو ته ونه رسېده او د دې جګړې پایلې د واشنګټن لپاره «ناورینزېږونکې» وې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د امریکا نوې بندیزونه د ایران پر وړاندې د فشارونو د دوام برخه ده، خو د هغه په وینا، واشنګټن نه دی توانېدلی چې د فشار او جګړې له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.



