د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت سرپرست نقیبالله احمدي د مالیزیا د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا ادارې له اجرائیوي رئیس داتو ابوبکر یوسف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي، په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا بحث شوی دی.
د سرچینو په وینا، دواړو لورو په سوداګریزو نندارتونونو کې د متقابل ګډون پر اهمیت هم ټینګار کړی، څو د افغانستان او مالیزیا ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.



