مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۲۰۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۲۰۹ کورنۍ، چې ۱۰۱۷ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې شوې.
له ۱۲۹ کورنیو سره د لېږد په برخه کې مرسته شوې، ۱۶۲ کورنیو ته ټولټال ۱۲۷۲۰۰۰ افغانۍ مالي مرستې ورکړل شوې او راستنېدونکو ته خوراکي او روغتیايي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ننګرهار، فاریاب، بامیان او نیمروز کې ۱۴۱۴ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنې ځمکې نمرې وېشل شوې دي. د ځمکو د وېشل شویو نمرو ټول شمېر ۷۰۴۲۸ ته رسېدلی دی.



