د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ د تالک کان تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ د کوديخېلو سیمې د دویم بلاک تالک کان د استخراج او پروسس تړون د ۶۵ میلیونه او ۸۶۵ زره ډالرو په ارزښت له «ننګرهار افغان تالک» شرکت سره لاسلیک شو.
د وزارت په وینا، د تړون له مخې به شرکت د استخراج شوي تالک د هر ټن په بدل کې ۲۲۶۵ افغانۍ رویالټي ورکوي او د کان د استخراج او پروسس لپاره به تخنیکي معیارونه او نافذه قوانین مراعاتوي.
مسوولين وايي، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.



