متحده عربي اماراتو شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په غونډه کې د متحده عربي اماراتو د «HHM Global Industry Group» شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو تولیدي فابریکې جوړولو په برخو کې د پانګونې لېوالتیا مطرح شوې ده.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د دغه شرکت له پانګونې هرکلی کړی او اړوندو ادارو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
کمېټې له شرکت څخه غوښتي چې د سالنګ دویم تونل، درملو تولیدي فابریکې او نورو برخو کې د پانګونې خپلې طرحې چمتو او د ارزونې لپاره کمېټې ته وړاندې کړي.



