هرات کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په پانګونې معیاري سړه خونه جوړېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، په هرات ښار کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په پانګونې د یوې معیاري سړې خونې د جوړولو چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې او ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه سړه خونه پر ۴ زره متره مربع ځمکه جوړه شوې او د شاوخوا ۳ زره ټنه مېوو، سبزیجاتو، غوښې، درملو او نورو خوراکي توکو د ساتلو ظرفیت لري.

د مسوولینو په وینا، یاده سړه خونه پنځه د ساتنې خونې لري او د خوراکي توکو د کیفیت ساتنې اړین معیارونه پکې په پام کې نیول شوي دي.

د دوی په خبره، د داسې معیاري سړو خونو جوړول به د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو په کمولو او د بزګرانو د حاصلاتو د اوږدمهالې ساتنې په برخه کې مهم رول ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button