ذبيح الله مجاهد: تېر کال ۶۰ روغتیايي پروژې بشپړې شوي او افغان ورزشکارانو ۶۲ نړیوال مډالونه ګټلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په هېواد کې پنځه ستر ورزشي لیګونه ترسره شوي او د څلورو ورزشي فدراسیونونو کورنۍ ټاکنیزې سیالۍ هم شوې دي.

د نوموړي په وینا، افغانستان د بېډمنټن او دودیزې غېږنیونې د نړیوالو سیالیو کوربه هم پاتې شوی دی.

مجاهد زیاتوي، په دې موده کې ۲۴۰ افغان ورزشکارانو په ۳۲ نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی، چې په پایله کې یې ۶۲ مډالونه ګټلي دي. د ده په خبره، په دغو مډالونو کې ۱۵ د سرو زرو، ۱۸ د سپینو زرو او ۲۹ د برونزو مډالونه شامل دي.

نوموړي دغه څرګندونې د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د اتم مطبوعاتي کنفرانس پر مهال کړې دي.

مجاهد وايي، عامې روغتیا وزارت هم په تېر یوه کال کې ۶۰ روغتیايي ودانیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي، چې ۲۴ ولسوالۍ روغتونونه، ۲۵ روغتیايي مرکزونه او د بېړنیو، زړه جراحۍ، جدي پاملرنې، هیموډیالیز او ماشومانو د درملنې ځانګړې څانګې پکې شاملې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button