د ننګرهار د شيرزادو ولسوالۍ د تالک کان د لومړي بلاک د استخراج تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت‌الله بدري د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ د کودې‌خېلو سیمې د تالک کان د لومړي بلاک د استخراج او پروسس تړون له «نبي افغان» کان‌استخراج او پروسس شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کان ۶.۹۸۸۲۸۴ کیلومتره مربع مساحت لري او تړون یې د ۳۰ کلونو لپاره د ۱۴ میلیونه او ۸۶۲ زره او ۶۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت شوی دی.

د تړون له مخې، قراردادي شرکت به د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ۹۰۰ زره ډالر ولګوي او د هر ټن تالک په بدل کې به ۱۹۷۰ افغانۍ امتیازي حق یا رویالټي دولت ته ورکوي.

د وزارت په خبره، د کان د استخراج او پروسس له پیل سره به شاوخوا ۳۷۰ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button