حوثي ځواکونه: سعودي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر تعز ۲۶ هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع”ادعا کړې چې د سعودي جنګي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تعز ولایت پر بېلابېلو سیمو ۲۶ هوايي بریدونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې د سعودي «F-15» جنګي الوتکې کارول شوې چې د خمیس مشیط له هوايي اډې څخه الوتلې وې.

سریع ویلي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د سعودي جنګي الوتکو د یمن پر بېلابېلو ولایتونو ټولټال ۳۰۰ هوايي بریدونه کړي دي.

د هغه په خبره، په دغو بریدونو کې «F-15» او «تایفون» جنګي الوتکې کارول شوې او له خمیس مشیط او الطائف هوايي اډو څخه یې عملیات ترسره کړي دي.

د یمن د وسله والو ځواکونو د ویاند د معلوماتو له مخې، د سعودي هوايي بریدونه پر تعز، حجه، مأرب، الجوف، البیضاء، عمران، لحج، الحدیده او صعده ولایتونو ترسره شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button