ذبیح الله مجاهد: د افغانستان د حاکمیت هر ډول نقض به له «سخت ځواب» سره مخ شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت ویاند “ذبیح‌الله مجاهد” پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان دننه له پوځي اقدام څخه ډډه وکړي او ټینګار یې کړی چې د هېواد د حاکمیت د نقض په صورت کې به افغانستان له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

مجاهد له «العربیه انګلیش» څانګې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې په استناد د افغانستان پر خاوره برید وکړي، افغانستان د خپل هېواد د دفاع حق لري او دا کار به وکړي.

هغه خبرداری ورکړی: «د افغانستان د حاکمیت هر ډول نقض به له سخت ځواب سره مخ شي.»

مجاهد د پاکستاني پوځ د ویاند هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د هغو وسله‌والو د جذب، روزنې او تجهیز لپاره کارول کېږي چې وروسته په پاکستان کې بریدونه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي، کابل د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې فعالیت وکړي او نه هم د نورو هېوادونو پر ضد د وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې له افغانستان سره د تړاو ورکولو پر ځای په کور دننه حل کړي، او استدلال یې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو ډلو اړوند ناامني د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وړاندې هم موجوده وه.

مجاهد په ورته وخت کې ویلي چې افغانستان له پاکستان سره خبرو او د ستونزو د حل لپاره د ډیالوګ غوښتونکی دی او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او ګډې همکارۍ لپاره یې د لا پیاوړو میکانیزمونو پر جوړېدو ټینګار کړی.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب په برخه کې د سعودي عربستان د لا پراخ رول هرکلی هم کړی او ویلي یې دي چې سعودي عربستان د دواړو هېوادونو دوست دی او کولی شي د اختلافاتو په حل کې «مثبت رول» ولوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button