سوریې د یمن جګړې ته د ځواکونو لېږلو لپاره د سعودي غوښتنه رد کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ترکيې «ترکیه الیوم» وېبپاڼې د راپور له مخې، سعودي عربستان په تېرو میاشتو کې هڅه کړې چې د یمن د جګړې لپاره له بهرنیو هېوادونو جنګي ځواکونه جذب کړي، خو د سوریې حکومت د سعودي هغه رسمي غوښتنه رد کړې چې له مخې یې باید سوریایي جنګیالي تنظیم او یمن ته ولېږل شي.

د راپور په حواله، یوه سوریایي سرچینې ویلي چې دمشق په دې دلیل غوښتنه رد کړې چې اوس مهال د خپلو امنیتي او پوځي ځواکونو پر تنظیم تمرکز کوي او نه غواړي د یوه درېیم لوري په توګه د یمن په جګړه کې ښکېل شي.

سرچینې زیاته کړې، سوریه د افرادو د شخصي ګډون مخه نه نیسي، خو حکومت به د هغوی د انفرادي ګډون مسوولیت نه مني. ترکي سرچینو هم ویلي چې ترکیه د سوریایي کسانو د لېږد یا تنظیم له دې موضوع سره هېڅ تړاو نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button