بغلان کې د «قتیبه ابن سعید بغلاني» صنعتي پارک د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن جمعه د بغلان ولایت د «قتیبه ابن سعید بغلاني» صنعتي پارک د جوړېدو چارو د پیل پرانیسته وکړه.
نوموړي وویل، اقتصادي ځانبسیاینه د سیاسي او فرهنګي استقلال بنسټ دی او د کورنیو صنعتي او تولیدي فعالیتونو په پراختیا سره به افغانستان له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل شي.
د اقتصادي مرستیالۍ د معلوماتو له مخې، دغه صنعتي پارک پر ۱۶۷۹ جریبه ځمکه جوړېږي، چې د صنعتکارانو لپاره به د فعالیت زمینه او زرګونو هېوادوالو ته به د کار فرصتونه برابر کړي. ملا برادر ټینګار کړی چې د فقر او بېکارۍ د کمولو او اقتصادي ودې د پیاوړتیا لپاره به د صنعتي پارکونو د جوړولو او د کورنیو تولیداتو د پراختیا لړۍ دوام ولري.



