په یمن د بریدونو دوام؛ حوثيانو یې غبرګون کې د سعودي ګڼ ښارونه هدف ګرځولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د سعودي عربستان پر جیزان او طائف ښارونو د یمني ځواکونو لخوا تیره شپه د بالستیک توغندیو بریدونه شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د یمن د حوثیانو له لوري شوي او په ترڅ کې یې د سعودي عربستان پوځي او زیربنایي تأسیسات په نښه شوي دي.

دا بریدونه داسې مهال ترسره شوي چې پر یمن د سعودي عربستان د هوايي بریدونو د دوام راپورونه هم خپاره شوي دي.

تر اوسه د سعودي چارواکو له لوري د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button