د طوطي میدان ګازي بلاک د تخنیکي ستونزو د حل لپاره د افغانستان او ازبکستان ګډې ناستې شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند تخنیکي ستونزو د ارزونې او د حللارو موندلو په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی دی.
د وزارت په وینا، د افغانستان او ازبکستان د اړوندو ادارو د مسوولینو ترمنځ په ترسره شویو ګډو ناستو کې د یاد ګازي بلاک اړوند موضوعات په هر اړخیز ډول څېړل شوي او د ستونزو د حل لپاره د ګډې او عملي حللارې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دې سفر کې د ازبکستان د جیولوجي موزیم څخه هم لیدنه شوې او د دغه هېواد د جیولوجیکي مطالعاتو، کاني نمونو او علمي او تخنیکي فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه شوي دي.
وزارت ټینګار کوي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په کانونو او طبیعي ګازو برخو کې دوامداره تخنیکي همکاري د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهمه ده.



