بوریس جانسون: د عمران خان پر وړاندې ډېری قضیې سیاسي انګېزه لري

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د بریتانیا پخواني لومړي وزیر “بوریس جانسون” ویلي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر “عمران خان”پر وړاندې ډېری قضیې سیاسي انګېزه لري.

جانسون ویلي، د نوموړي پر وړاندې قضیې تر ډېره د پاکستان له پوځ سره د هغه د مخالفت له امله رامنځته شوې دي.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر زیاته کړې، عمران خان په یوه کوچنۍ خونه کې ساتل کېږي او ورزش او مطالعې ته یې لاسرسی محدود دی.

د جانسون په وینا، د پاکستان پوځ اندېښنه لري چې که عمران خان له زندانه خوشې شي، ښايي بېرته سیاسي واک ته ورسېږي.

عمران خان له ۲۰۲۳م کال راهیسې په بېلابېلو قضیو کې له قانوني ستونزو سره مخ دی، خو د هغه پلویان د نوموړي پر وړاندې قضیې سیاسي بولي؛ پاکستاني چارواکي بیا دا ادعاوې ردوي.

مربوطه مطالب

Back to top button