العربیه: د پاکستان کورنیو چارو وزیر ایران ته ځي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
العربیه تلویزیوني شبکې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر “محسن نقوي” به په نږدې راتلونکي کې ایران ته سفر وکړي.

د راپور له مخې، نقوي به د دغه سفر پر مهال په تهران کې له ایراني چارواکو سره د یمن د حوثیانو د فعالیتونو د زیاتېدو او له دې سره د تړلو سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه خبرې وکړي.

تر اوسه د پاکستان او ایران حکومتونو په رسمي ډول د دغه سفر د نېټې او اجنډا په اړه جزئیات نه دي اعلان کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button