امریکا او ایران د یو بل پر اهدافو د بریدونو خبر ورکړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا او ایران ترمنځ د روانې شخړې په ترڅ کې دواړو لورو د یو بل پر پوځي او سمندري اهدافو د بریدونو خبر ورکړی دی.
د امریکایي پوځ مرکزي قوماندې (سنتکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي او عمان خلیج په شاوخوا اوبو کې پنځه ایراني تېلوړونکي ټانکرونه په نښه کړي دي.
د سنتکام په وینا، دغه اقدام وروسته له هغه شوی چې ایراني ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې دوه ځله یوه امریکايي جنګي بېړۍ په بالستیکي توغندیو هدف ګرځولې وه. د امریکا پوځ ادعا کوي چې بېړۍ له بریدونو خوندي پاتې شوې او په سیمه کې یې خپلو ګزمو ته دوام ورکړی دي.
د امریکا پوځ ویلي چې د بریدونو تر ترسره کېدو مخکې د ټانکرونو عملې ته له بېړیو د کښته کېدو لارښوونه شوې وه او تر اوسه د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د سنتکام په خبره، په عمان خلیج کې څلور ټانکرونه «کاویز»، «چارمینار»، «هورایزون» او «ریسکو» او په هرمز تنګي کې د «دریا» په نوم یو بل ټانکر په نښه شوی دی. امریکايي لوري ادعا کړې چې دغه بېړۍ له سپاه پاسداران سره تړاو لري.
بل لور ته، ایراني رسنیو ویلي چې سپاه پاسداران د امریکا د بریدونو په غبرګون کې په اردن او د هرمز تنګي په سیمه کې پر امریکايي اهدافو بریدونه کړي دي.
د سپاه پاسداران په اعلامیه کې ادعا شوې چې د امریکا اړوندې دوه بېړۍ، اته تېلوړونکي ټانکرونه او لس نورې غیرجنګي بېړۍ یې هم په نښه کړې دي.
همداراز ایراني رسنیو د جاسک بندر او خارګ ټاپو ته څېرمه د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی دی. دغه دواړه سیمې د ایران د نفتو د صادراتو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
د اردن پوځ هم ویلي چې د شنبې په سهار یې د ایران له لوري توغول شوي ۲۵ توغندي شنډ کړي دي. یوه امریکايي چارواکي ادعا کړې چې په اردن کې د ایران بریدونو امریکايي ځواکونو ته زیان نه دی اړولی.
د سپاه پاسداران له لوري د کویټ او بحرین په بندرونو کې پر مېشتو تېلوړونکو بېړیو د احتمالي خطر خبرداری هم ورکړل شوی دی.



