ایراني ځواکونو هرمز تنګی کې د تېلو لېږدونکې بېړۍ ویشتلې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسدران) وايي، چې د «ترېنډ» په نامه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ یې د هرمز تنګي په سیمه کې د ناقانونه تېرېدو د هڅې پر مهال ویشتلې ده.
د سپاه د بحري ځواک په اعلامیه کې ویل شوي، دغې بېړۍ د امریکا د پوځ په «تحریک او فریب» هڅه کوله چې له هرمز تنګي څخه په ناقانونه توګه تېر شي.
د اعلامیې له مخې، بېړۍ په نښه شوې او وروسته له هغه چې اور پرې ولګېد، ودرول شوه.
سپاه خبرداری ورکړی چې له هرمز تنګي څخه هر ډول ناقانونه تېرېدنه به د سرغړونکي بېړۍ د له منځه تلو لامل شي.



