د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې د چټکتیا په اړه خبرې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د TAP پروژې له رئیس مراد ارتیکوف او مل پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې د چارو پر چټکتیا او د نورو اړوندو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.
په ناسته کې ترکمنستاني لوري د دغې پروژې د ژر بشپړېدو په اړه لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې د پروژې د لومړنۍ لارې نقشې د تایید لپاره به په نږدې راتلونکې کې اقدامات وشي.
د ناستې پر مهال په هرات کې د نورالجهاد سبسټېشن د پاتې چارو پر بشپړولو، د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ د برېښنا پر تأمین او د TAP پروژې پر عملي کېدو هم بحث شوی. ترکمنستاني پلاوي په دې برخو کې د دوامدارې همکارۍ ژمنه کړې ده.



