افغانستان په کوهاټ کې پر جومات برید په کلکو ټکو وغنده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ښار کې د جمعې لمانځه پر مهال پر یوه جومات ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
وزارت ویلي، پر مقدسو ځایونو بریدونه نه توجیه کېدونکي او د غندنې وړ عملونه دي او د دغې غمجنې پېښې له امله یې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د معلوماتو له مخې، تېره ورځ په کوهاټ کې د پولیسو یوه پخواني مرکز ته څېرمه د چاودنې له امله د پنځو پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان شوي دي.
د کوهاټ پولیسو ویلي، دغه مرکز په یوه بوخته او ګڼ مېشته سیمه کې موقعیت لري او د ترهګرۍ ضد مبارزې ترڅنګ پکې یو شمېر نور مهم دفترونه هم فعالیت کوي.



