د افغانستان او ایران ترمنځ د تېلو او ګازو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د امارتي شرکتونو رئیس احمدجان بلال ایران ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د نفتو له وزیر محسن پاکنژاد سره لیدلي دي.
په دې کتنه کې افغانستان ته د اړتیا وړ تېلو او ګازو د برابرولو، مسلکي او تخنیکي زدهکړو او د نفت او ګازو د اکتشاف په اړه خبرې شوې دي.
دواړو لورو د اقتصادي او تخنیکي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی او ایراني لوري په یادو برخو کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی. همداراز، د عملي همکاریو او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو له لوري ګډ تخنیکي ټیمونه معرفي شوي دي.



