ذبيح الله مجاهد: پر افغانستان د پاکستان بیاځلې برید به له سخت غبرګون سره مخ شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د العربیه انګلیسي څانګې سره په تازه مرکه کې ویلي، که پاکستان بیا پر افغانستان برید وکړي، د افغان ځواکونو ځواب به تر تېر ځل سخت وي. نوموړي ویلي، افغانستان له هېڅ هېواد سره جګړه نه غواړي او له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، خو د افغانستان پر حاکمیت هر ډول تېري ته به سخت ځواب ورکړل شي.
مجاهد په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو موجودیت رد کړی او ویلي یې دي، که پاکستان د کومې ډلې په اړه معلومات لري، له کابل سره دې شریک کړي.
نوموړي همداراز سعودي عربستان «ورور هېواد» بللی او له ریاض څخه یې غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مثبت رول ولوبوي.



