د امارتي شرکتونو رئیس او د ایران د انرژۍ وزیر لیدنه؛ افغانستان ته د ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا برابرولو ژمنه شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۵ل)

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال په تهران کې د ایران د انرژۍ له وزیر عباس علي‌آبادي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې، چې د دواړو هېوادونو سفیرانو هم ګډون درلود، د برېښنا او انرژۍ، پاکو اوبو رسولو او د فاضلابو د تصفیې په برخو کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

د ایران د انرژۍ وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې افغانستان ته تر ۲۰۰۰ مېګاواټه پورې برېښنا برابره کړي او د افغان تخنیکي کادرونو د روزنې او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې هم همکاري وکړي.

بلخوا، احمدجان بلال د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د ګډو پروژو پر عملي کېدو ټینګار کړی او د تهران د اوبو او فاضلابو له تصفیه‌خونو یې هم لیدنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button