افغان او ایراني استازو د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا او شته خنډونو خبرې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۷مه)

د کندهار د سوداګریز پلاوي مشر او د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رییس حاجي کمال‌الدین توحید، د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې له رییس محمود سیادت او یو شمېر نورو غړیو سره د مشهد ښار د افغان جنرال قونسل مفتي نورمحمد متوکل په حضور کې لیدلي دي. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، په بندرونو او سرحدي لارو کې د اسانتیاوو پر زیاتولو، د باروړونکو موټرو چلوونکو ته د ویزو پر ورکړې او په ایران کې د افغان باروړونکو موټرو د تګ راتګ پر اسانتیاوو خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې همداراز د بهرنیو اسعارو د ژمنو د پوره کولو پر وړاندې د شته ستونزو او ګډې پانګونې د پراختیا موضوعات هم مطرح شوي دي. د کندهار د سوداګریز پلاوي مشر ایراني سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه ورپېژندلي او دواړو لورو د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو، د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د خصوصي سکټور لپاره د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو د ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button