پولنډ کې وسله‌وال برید؛ شپږ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۷مه)

د پولنډ په کراکوف ښار کې یو وسله‌وال بریدګر پر خلکو ډزې کړې، چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې څلور ښځې او دوه نارینه شامل دي.

پولیسو ویلي، په ټپیانو کې دوه پولیس، بریدګر او د جرمني، پرتګال، روسیې او بریتانیا وګړي هم شامل دي.

د پولیسو په وینا، ۴۴ کلن بریدګر نیول شوی او د پېښې په تړاو ترې څېړنې روانې دي.

بلخوا، د پولنډ ولسمشر دغه پېښه خونړۍ بللې او په هېواد کې یې د دوو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button