نیمروز او هلمند کې له ۵۰ ټنو ډېر قاچاقي توکي نیول شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۷مه)
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو درېیو اوونیو کې د نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ ټنو ډېر قاچاقي توکي نیولي دي.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په نیول شویو توکو کې ۱۴ زره او ۱۸۸ کیلوګرامه طبي درمل، ۹ زره او ۱۴۶ کیلوګرامه د وسایطو پرزې، ټوکر، جاروګان، خوراکي توکي، زراعتي درمل، ټایرونه، بېټرۍ او یو شمېر نور توکي شامل دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې هېواد ته راوړي.



