اسرائیلي ولسمشر د نوي حکومت جوړولو دنده ګادي ایزنکوت ته وسپارله

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۵ل)
د اسراییلو ولسمشر “اسحاق هرتزوګ”د دغه هېواد پخوانی لوی درستیز او د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سیال ګادي ایزنکوت ولسمشرۍ ماڼۍ ته وربللی، څو د نوي حکومت جوړولو دنده ور وسپاري.

د راپورونو له مخې، د اسراییلو په وروستیو ټاکنو کې هېڅ یوه سیاسي ډلې د پارلمان اکثریت څوکۍ نه دي ترلاسه کړې.

ویل کېږي، چې د عربي ګوندونو له لوري د ګادي ایزنکوت ملاتړ د دې لامل شوی، چې نوموړی د نتنیاهو په پرتله مخکې شي او د نوي حکومت جوړولو دنده ترلاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button