روغتیا وزارت: افغانستان د ۲۲۲ ډوله درملو په تولید کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۷مه)

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې د درملو جوړولو ۱۳۰ کارخونې فعالیت کوي، چې د کورنیو درملو د تولید په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.

نوموړی زیاتوي، افغانستان د ۲۲۲ ډوله درملو په تولید کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی او د هېواد د درملو جوړولو د څلورو کارخونو تولیدات له نړیوالو معیارونو سره برابر شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، د کورنیو درملو د کیفیت لوړولو او د تولیدي کارخونو د معیارونو ښه کولو هڅې روانې دي، څو د درملو په برخه کې پر وارداتو د هېواد تکیه راکمه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button