عراقچي په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ۱۲ هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د سیمې او نړۍ پر وروستیو تحولاتو او د امریکا او اسرائیلو پر پاروونکو اقداماتو تیلیفوني خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، عراقچي د عمان، مصر، اردن، سعودي عربستان، قطر، قبرس، ترکیې، کویټ، متحده عربي اماراتو، تونس، عراق او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا، جلا تیلیفوني تماسونه نیولي دي.

په دغو خبرو کې د سیمې او نړۍ پر روان وضعیت، وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو او د امریکا او اسرائیلو د اقداماتو په اړه بحث شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button