سپاه پاسداران: د هرمز تنګي ختیځ کې د تېلو یوه ټانکر له سمندري ماین سره تر ټکر وروسته اور اخیستی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویلي، چې د هرمز تنګي ختیځ لوري ته د تېلو یوه لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماین سره تر ټکر وروسته اور اخیستی دی.
د سپاه پاسداران ځواک په وینا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې یاد نفت‌ټانکر د هرمز تنګي ختیځ لوري ته له سمندري ماین سره ټکر کړی دی.

تر اوسه د بېړۍ د مالکیت، د اورلګېدنې له امله د احتمالي زیانونو او د عملې د غړو د برخلیک په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button