محمد البختي: د حماس لخوا د یمن د ښکیلو ډلو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې ناکامه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د سیاسي شورا غړي “محمد البخیتي” ویلي، چې د فلسطین د اسلامي مقاومت حرکت حماس د یمني حکومت او په دغه هېواد کې د دوی د سیاسي او وسله والو مخالفینو په ځانګړي ډول د «اصلاح» ګوند، ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې، خو دغه هڅې د مخالفینو له لوري له ناکامۍ سره مخ شوې دي.

البخیتي ویلي، په لومړي سر کې دوی خپله له حماس څخه غوښتنه کړې وه چې د دوی او د اصلاح ګوند ترمنځ د منځګړیتوب لپاره اقدام وکړي؛ ځکه د ده په وینا، حماس له اصلاح ګوند او همداراز له دوی سره ښې اړیکې لري.

نوموړي ادعا کړې چې د سعودي عربستان ملاتړی اصلاح ګوند د سعودي له سیاستونو سره نږدې دی او سعودي عربستان د واقعي سولې مخالفت کوي، ځکه د ده په وینا، د یمن خپلواکي په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو له ګټو سره په ټکر کې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button