ولسمشر ټرمپ: تمه لرم روانه اونۍ ایران سره خبرې بریالۍ شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” ویلي، تمه لري چې امریکايي مذاکره کوونکي به روانه اونۍ له ایران سره د خبرو بل پړاو ترسره کړي.

ټرمپ زیاته کړې چې ایران د یوې هوکړې غوښتونکی دی، خو د نوموړي په وینا، تهران هغه ډول هوکړه نه غواړي چې امریکا یې غواړي.

نوموړي د احتمالي هوکړې د محتوا او راتلونکو خبرو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button