یحيی سریع: د سعودي د F-15 جنګي الوتکو بریدونو کې ۵۰ ملکيان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “برید جنرال یحیی سریع” ادعا کړې چې د سپتمبر ۲۷مه، د سعودي عربستان یوې F-15 جنګي الوتکې د تعز ولایت د ماویه ولسوالۍ په «مفرق ماویه» بازار دوه هوايي بریدونه کړي، چې د ده په وینا شاوخوا ۵۰ ملکي وګړي یې وژلي دي.
سریع ویلي، یاده سعودي جنګي الوتکه سهار ۱۱ بجې له خمیس مشیط اډې څخه د تعز پر لور روانه شوې او د سهار په ۱۱:۲۹ بجو یې د ماویه په بازار بریدونه کړي دي.
د نوموړي په وینا، الوتکې د سهار په ۱۱:۳۷ بجو د تعز فضا پرېښې او د الجوف ولایت پر لور تللې، چې هلته یې د خب والشعف ولسوالۍ پر سیمو څلور نور بریدونه کړي دي.
یحیی سریع ادعا کړې چې یاده الوتکه وروسته بېرته د سعودي عربستان خمیس مشیط هوايي اډې ته ستنه شوې او د ماسپښین په ۲ بجو یې د خپلې اډې پر لور سفر بشپړ کړی دی.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ویلي، د ماویه په بازار کې د وژل شویو او ټپیانو وینه به «د سعودي عربستان لپاره درنې پایلې» ولري.



