کابل ټکی کام ۲۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له ننګرهار ولایت څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار ته نږدې سرتېری برید شوی دی، چې شاوخوا پنځوس کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي دي، دغه سرتېری برید چې شاوخوا ۴ بجې د سرخرود ولسوالۍ د دوسرکې په سیمه کې رامنځته شوی دی، هدف یې د پولیسو د اکاډمۍ یو کاسټر موټر وو.
د ننګرهار د سیمه ییز روغتون چارواکو رسنیو ته ویلي دي، چې د دوی روغتون ته د پېښې له ځای څخه دوولس مړي او اته دېرش ټپيان وروړل شوي دي.
تراوسه پورې د وژل شویو هویت نه دی معلوم.
د پېښې په اړه به نور جزئیات وروسته خپاره شي…


















